اسلام آباد ۔ 11 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو او قامي او ادبي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د تېرو 30 ٬ 35 كلونو په مهال ترهګرۍ د پاكستان كلتور ٬ قامي ورثې او فلمي صنعت ته زيان رسولې۔ موج??ده حكومت د 4 نيم كلونو په مهال د پخواني وزيراعظم نواز شريف د ويژن ترمخه د كامياب او فعاله تګلار د لارې د ترهګرملا ماته كړې۔ وسله وال ځواك او اولس د ترهګرۍ په جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي۔ اوس هم سفر جاري دے۔ د امن او امان غوره وضعې په نتيجه كښې پاكستان كښې د نړيوالو مېچونو او نړيوالو اخترونو په شمول د نړيوالې كچې نورې هلې ځلې هم بحال شوي دي۔ پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د فلمي صنعت بحالۍ له مراعاتي پېكج اعلان كړې۔ چې مقصد ئې هېواد كښې د فلمي صنعت بحالي ده۔ په نړيواله كچه د پاكستان مث??ت تشخص ته ??ده وركولو له فلم تر ټولو غوره كردار ترسره كولې شي۔ پاكستان كښې د فلم ډائرېكټورېټ په جوړولو هم كار روان دے۔ دې د ګل په ورځ د پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس (پي اېن سي اے) او ايراني سفارت كلچرل ونګ په ګډه د 7 ورځني ايراني فلم فيسټيول پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔دوهمې وزيرې د ايران سفير مهدي هنر دوست سره شمعې بلې كړې او كېك پرېكولو سره ئې د فيسټيول پرانسته وكړه۔ دوهمې وزيرې خپل خطاب كښې د فيسټيول په كولو د ايراني سفارت مننه وكړه۔ دې وئيل د 60 او 70 په لسيزه كښې د پاكستان فلمي صنعت د نړۍ په لويو فلمي صنعتونو كښې شمېرلې شو۔ ولې د تېرو څو لسيزو په مهال ترهګرۍ كلتور ٬ فلم او قامي ورثه د منځه وړلې۔ دې ووئيل موج??ده حكومت د 4 نيم كلونو په مهال د پخواني وزيراعظم نواز شريف د ويژن ترمخه د كامياب او فعاله تګلار د لارې د ترهګرملا ماته كړې۔ وسله وال ځواك او اولس د ترهګرۍ په جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي۔
متعلقہ مضامین
-
SBP makes public its annual financial statements for FY2024-25
-
MQM-H leader Afaq Ahmed granted bail in dumper arson case
-
Punjab CM approves wheat deregulation, free market policy
-
مہجونگ روڈ قابل اعتماد تفریح کا دروازہ
-
Belt and Road Initiative not expansionism: China
-
BLA leader arrested in RY Khan
-
NAB chief discusses corruption issues with CJP
-
PM appoints Sehgal as PIA chairman
-
NHA striving to expand road network to keep up with growing needs
-
Youm-i-Ali to be observed across Pakistan on Monday
-
NAB is playing friendly match with culprits: Justice Jamali
-
دولت بنانے والا ایپ گیم پلیٹ فارم: دولت کی تعمیر کا نیا طریقہ